ما فکر کاوه چی د ناروي خلک په نړۍ کي هغه بهترین خلک وه، لیکن دا حقیقت نلري! مخکښي له دې چی زه د هغه سړی سره ووینم څوک چی زما خاوند شو، ما په بنکوک کي په یوه کارخانه کي کار کولو، او دي په پتایا کي اوسیدو. مونږ په انټرنیټ کي ملاقات سره وکړي او بالاخره یوه جوړه شوو.
یو څه وخت وروسته، مونږ تصمیم ونیوو چی واده سره وکړو. زه د یوې غریبي کورنۍ یم، نو د یو بهرني خاوند سره واده کول تر څو زما د کورنۍ پاملرنه وکړي زما د واده د علتونو څخه وه.
مونږ ناروي ته لاړو، او ما مکتب ته تلل شروع کړل چې د ناروي ژبه زده کړم. دا یو سخت وخت وو. ما د کوټر چلوني لایسنس نه درلود، او زما خاوند به زه په موټر کي رسولم، انتظار به یی راته کوي او بیرته به یی کور ته رسولم. د هر طرف لاره یو ساعت وه. یو څه وخت وروسته، موږ هلته نږدې کډه شو، لیکن ده بیا هم ټینګار کوي چی ما به په موټر کي بیایی. ده نه غوښتل چی زه یوازي قدم ووهم.
د کوم وخت څخه چی ناروي ته راغلي یم نو ډیري کمي پیسي به هر وخت راسره وې. یو وخت زما خاوند د غرمي ډوډي لپاره پیسې راکړي لیکن دا چی ما ډیرې لږ پیسې لرلي نو ما هغه پټي کړې. زما د مکتب ملګري غواړي زما سره د وظیفي په ترلاسه کولو کي مرسته وکړي لیکن زما خاوند دا راته وایی چی زه یی نه سم کولایی. دي دا فکر کوي چی د صفا کار په صفت دنده کول زما لپاره مناسبه نده.
د دې پر ځای ده ماته یوه بله وظیفه پیداکړل – هغه ګاراج جوړول وو. دي مشر وو او ما به هر څه تر سره کول. ده به زیات کار نسوای کولایی ځکه چی دي مریض وو. ده د دي ګاراج د ګټلو پیسو څخه ماته هیڅ پیسې نه راکولې.
یوه ورځ ده وویل چی خسته دې ځکه چی په کور کي یوازې وو نو ده تصمیم ونیوی چی موږ باید یو سپې پیداکړو. ما سپې نه غوښتو ځکه چی د مکتب وروسته به زه ستړي وم او کورنۍ کار مې درلودلي. ده وویل چی دي به د سپی سره هره ورځ قدم ووهي، لیکن بالاخره ما د خپل زوړ خاوند او سپی دواړو پاملرنه کول.
زه نه پوهیږم چی په اینده کي به څه وشي. زما پلان دا دې چی یو بل مکتب ته ولاړه شم، لیکن خاوند مې دا نه غواړي. دي پلان نیسي چی کوم لرې ځای ولاړ شو او زما لپاره داغه سخت کړي. زه غواړم ټینګار وکړم، لیکن نه پوهیږم چی څنګه. په یو بل هیواد کي د یو زوړ خاوند سره ژوند کول هغومره اسانه ندی څنګه چی ما فکر کوی.