زما نوم اګستینو دي او زه د ۵۱ کالو یم. زما دنده د بایسکل په واسطه د خوراکي توکو انتقالول دي. زه دوي لوڼي لرم، لیکن موږ ډیر کم وخت خبری کوو. زه او د دي مور نور یو ځای نه سره اوسیږو ځکه موږ سره طلاق اخیستي دي.
زه زما د مور سره اوسیږم ځکه زه د طلاق وروسته ما د کرایی ورکولو توان نه درلود. په دي ښار کي کرایه ډیره ګرانه ده.
یو څو میاشتې تر مخه، ما د یوې کمپني سره د ترمیم کوونکي په صفت دنده درلودل. ما به ماته شیان ترمیم کول، بکسونه به مي انتقالول، او د کومک په وخت کي به مې د خلکو سره د دي شیانو اړوند مرسته کول. یوه ورځ کمپني زه د وظیفي څخه لیري کړم. زه نه پوهیدم چي ولي.
ما زیات خلک ولیدل چی خوراکي توکي به یی د بایسکل په ذریعه انتقالول. زه بایسکل چلولای شم، نو ما د یوي غټي انتقالونکي کمپنی دروازه و ټکوله. دوي به ماته د هري غذا د انتقال لپاره دري ایرو راکول. زه د ورځي ۴۰ ایرو ګتم، او ۶۰ ایرو ځنی وختونه که بختور واوسم او یا مشتریان راته انعام راکړي.
زه د روخصتیو په ورځو یا د ناروغیو په ورځ تنخوا نه تر لاسه کوم، په ډیر کمه اندازه حقوق تر لاسه کوم. زه فکر نکوم چی دا صحیح ده، لیکن زه دغه وظیفې ته ضرورت لرم. زیاتره نور کارمندان د نړئ د نورو هیوادونو څخه مهاجرین دي.
زیاتره د خوراکي توکو انتقالوونکي خلک هره ورځ په حادثو کي زخمې کیږي. کله چی ۲۵ کلن انتقالوونکي شخص یو موتر ووهو او مړ شو، نو د دولت رسمي کسانو زموږ یاداښت کول شروع کړل. دا د شرم خبره ده چی دي د دي مخکښې مړ شو.
د نورو هیوادونو د انتقالونکو خلکو سره یو ځای، ما د یوې محلي اتحاديې سره د کارمندانو د حقوقو اړوند یو کورس تعقیب کړو. دوي موږ ته په وړیا ډول قانوني مشوري را کولي. موږ د نورو حقوقو او پیژندني اړوند مبارزه وکړل.
د زیات وخت وروسته زموږ زخمت نتیجه ورکړه. یوه غټه انتقالوونکي کمپني زیاته جرمانه شول او کارمندانو ته یی دایمي وظیفي ورکړي. دا په نړئ کی د ړومبی ځل لپاره داغسي یو څه وشول. داغسي معلومیږي چی هر سه سمیږي.