Ladda ner PDF
Tillbaka till listan med berättelser

ناروې ته راتګ

Skriven av Aamiina

Illustrerad av Julie Cornelia van Walsum

Översatt av Shir Ahmad Laiwal

Uppläst av Abdullah Khan

Språk pashto

Nivå Nivå 5

Läs hela berättelsen

Reading speed

Automatisk avspälning


زه او زما دوه وروڼه د ۲۰۱۶ کال په دیسمبر کي ناروې ته راغلو. موږ د دوبی کالي اغوستی وه ځکه چی موږ فکر کوي چی هلته به هم هغسي ګرمي وي څنګه چی په سومالیا کي وه. لیکن کله چی موږ هوایی میدان ته راورسیدو، واوره اوریدل. زموږ یخ کېده او هوا ښایسته وه. که څه هم موږ لږ بستي راوړي وي د کالو ده په کوم کی چی موږ یوازي د دوبی کالي لرل.


اګر که یخ هم وو، زه ډیر خوشحاله وم کله چی مونږ ناروې ته راغلو. بالاخره ما د خپلي مور سره ولیدل څوک کی ما د شپږو کالو راهیسي نه وه لیدلي. زما مور او دهغي دوو ملګرو زموږ سره ولیدل. کله چی موږ دا ولیدل، موږ د خوشخالیه وژړل. موږ زما د مور دي کوچنی کلي ته په موټر کي ولاړو.


زما د مور په کلي کې هغه اولي ورځی توپیر لرونکي وي. هوا یخه او واورینه وه او د لیدلو لپاره ډیر څه نه وه. کوڅي مکملې خالي وې. هغه څو کسان چی ما ور سره ولیدل بی میني او نامهربان معلومیدل. په سومالیا کی به هر طرف ته خلک وه، نو دلته هر څه نا اشنا وه. زما مور او د دي ملګرو و موږ ته تحفې راکړې، او وروسته دي موږ د ژمي د کالو رانیولو لپاره بوتلو.


د کریسمیس د روخصتیو وروسته ما د ځوانانو د تعلیم په مرکز کي په یو کورس کي ګډون وکړي. د یو عادي مکتب د شروع کولو مخکښې ما هلته دوه کاله درس وویلی. اوس زه په وروستي کال کي یم، او ما زیات نوي ملګري پیداکړي دي. زه ډیر ټولنیز یم او زما خوښیږي چی د نورو خلکو سره ووینم.


د مکتب وروسته زه یوه کورس ته ځم چیری چی ځينی رضا کاران زما سره د کورنۍ کار په کولو کي مرسته کوي. ما په هغه سینتر کي د ګنډلو یو کورس هم شروع کړي دې.


په سومالیا کي زه هیڅ کله مکتب ته نه وم تللي او یا هیڅ وخت مي په کورسونو کي ګډون نه وو کړې د قران د کورسونو څخه بغیر. زه په لیکلو او لوستلو نه پوهیدم. اوس ما زده کړي دي چی څنکه په سومالي او ناروي ژبو لیکنه وکړم، او نور مضامین مي هم زده کړي دي. د تعلیم څخه بغیر، ما دغسي احساس کوی چی زه هیڅوک نه یم. اوس زه د پوهي او خوشحالي احساس کوم.


راتلونکي کال به زه ثانوي مکتب د ځوانانو او صحت د پرمختګ په برخه کي شروع کړم. ما اینده کي زه غواړم د ځوانانو او پیغلانو په بخش کي کار وکړم. کله چی تعلیم ختم کړم، زه دا هیله لرم چی دایمي وظیفه پیداکړم. زه همدا شان غواړم چی د موټر چلولو زده کړم او لایسنس تر لاسه کړم.


که زه په سومالیا کی پاتې شوي وایی، زه فکر کوم چی اوس به زه یوه مور وایی. شاید ما اوس زیات کوچنیان درلودای. که زه په سومالیا کي وایی، ما به دغسي فرصتونه نه درلودای لکه اوس چی یی لرم. زه د ډیرې خوشبختی احساس کوم چی په ناروې کي اوسیږم.


Skriven av: Aamiina
Illustrerad av: Julie Cornelia van Walsum
Översatt av: Shir Ahmad Laiwal
Uppläst av: Abdullah Khan
Språk: pashto
Nivå: Nivå 5
Creative Commons Licens
Detta verk är licensierat under en Creative Commons Erkännande 4.0 Internationell Licens.
Valmöjligheter
Tillbaka till listan med berättelser Ladda ner PDF