یولیا، د دې خاوند او د دې کوچني لور په یوکراین کي په یوه کوچنی، خاموشه کلي کي اوسیدل. د یولیا خوښیدل چی هر سهار د مرغانو په اوازونو سره ویښه شي. دي هیڅکله هم فکر نه وو کړې چی دا به د کور څخه لیري واوسي یا دا چی سهار به د مرغانو په ږغونو نه راکښیني.
د دې خاوند په همیش د پیسو د نه لرلو په خاطر شکایت کوي او ډیر زیات شراب څښل یی شروع کړل. دوي تصمیم ونیوي چی خپل بخت په پرتګال کي وازمایي. شاید دوي هلته زیاتي پیسي وګټي چی یو کور جوړ کړي او د دوي د کورنۍ لپاره یوه بهتره اینده جوړه کړي.
یولیا د خپل نوي کور سره ډیره ښه عادت شوه، او دې د یوې صفا کاري په صفت دنده پیل کړه. د دي مشتریان د دي د زخمت او ښه څلوق زیاته ستاینه کوي، د بله اړخه، دي ډیر د یوازیتوب احساس وکړي. د ده د شراب څښلو د مشکل له خاطره، وظیفوي مشرانو په ده باور نکوي او ده ته به یی کار نه ورکوي.
یوه ورځ دا پر یولیا چغې وهل شروع کړل. وروسته، ده د دي پورې وهل شروع کړل. د ده چغې او وهل بد تره شول، محصوصأ کله چی به دي نشه کښې وو. یولیا د خپل ځان او لور اړوند یریدل، لیکن دا نه پوهیدو چی دا څه کولایی شي.
کله چی بالاخره یولیا د مات لاس له امله د روغتون و استراري اطاق ته ولاړل، دوي وروسته وویل چی کورنۍ تاورتریخوالي په پرتګال کي غټ مشکل وو. دوي همدا هم ورته وویل چي دا یو جرم دي او دا باید پولیسو ته راپور ورکړي.
یولیا خسته وه او نه یی غوښتل چی لور یی په یوه داغسي کور کي را لویه شي چیري چی روزمره تشدد وي. یولیا په دي و پوهیدل چی د تهدید نښي هلته وي، ختا که په متحلفو بڼو هم وو.
یولیا د ښځو پناه ګاه ته ولاړل، دا هغه ځای وو چی دي تر زیات وخت محفوظه احساس کوي. د هغه وخت راهیسی چی دا به د مرغانو په آوازونو را ویښیدل، دي داغسي محفوظه احساس نه وو کړي.