زما نوم مالک دي او زه د ۳۹ کالو یم. زه په افغانستان کي زیږیدلې وم. زما دین د افغانستان د خاص دین څخه جلا دي.
زما د دین خلک، د زیاتو کلنو راهیسي ځورول کیږي. دا زما د کورنی لپاره دیره سخته ده.
یو څو کاله تر مخه هلته یو جنګ وو. زه ویریدم چی زه به ووژل شم. ما خپله کورني پریښوه تر څو اروپا ته لاړم او یو نوې ژوند را پیل کړم.
ما زیات کیلومترونه قدم واهه. ځیني وخت به مي هیڅ خوراک او د پاته کیدلو ځای نه لرلو. ځنی خلک د چاه سره چی به ما سفر کولو، هغه مړه شول.
بالاخره زه راورسیدم. ما د خپل هیواد د ځینو خلکو سره ملاقات وکړو او هغوي زما سره مرسته وکړل. زه نه پوهیږم چی د دوي بغیر به ما څه کولایی.
ما د هغي ژبی زده کول شروع کړل، لیکن دا سخته وه. زه په دي پوهیدم چی د وظیفي تر لاسه کولو لپاره په هغه ژبه خبری کول مهم وه.
ما څو کاله زده کړه وکړل، لومړي د ژبی زده کولو لپاره. دا سخته وه، لیکن د نوي شیانو د زده کولو څخه زه خوند اخلم.
د زده کړي وروسته، ما کار کول پیل کړل. ړومبی ما په یوه رسټورانټ کي کار کولو، وروسته زه یو ښوونکي شوم ځکه زه غواړم د نورو سره مرسته وکړم.
زه هیله لرم چی یوه ورځ بیرته افغانستان ته لاړ شم. هلته زیات خلک کومک ته ضرورت لري، او زه غواړم د هغوی سره کومک وکړم.